په استرياکی د افغانستان دبيا ودانولو مرستې ټولنې پيغام
دافغانستان دبياودانولو مرستې ټولنه دمشرتابه جرګه
په استرياکی د افغانستان دبيا ودانولو مرستې ټولنې پيغام

دهيواد دسختو شرايطو له امله چی زمونږ يو زيات شمير وطنوال کډوالۍ ته اړ شوي دي او په جلاوطنۍ ژوند کوی د مهاجرت د ژوندانه له مشکلاتو سره سره يی بيا هم له نيک مرغه خپله خاوره او ولس نه دي هير کړي، هر ځای يی ادبی او کلتوری ټولنی جوړی کړی دي او له خپلی وسی سره سم زيار باسی چی دافغانی ادب او کلتور له پاره کار وکاندي.
په دغه ډول تولنو کی يو هم په انګلستان کی دهنر او فرهنګ انجمن دی. دې انجمن دخپلو نورو هنری او فرهنګی فعاليتونو په ترڅ کی، دغه دی اوس دهيواد ديوه نوميالی مؤرخ او مؤلف «ملا فيض محمد کاتب» درناوی کوی.
«کاتب» داسې يو علمی شخصيت دی چی نشو کولای دی دافغانستان په ايکي يوه قوم يا يوه سيمه او منطقه پورې مربوط وګنو، بلکه دی په ټولو افغانانو پورې او په ګرد افغانستان پورې اړه لری.
دغه لوړ علمی شخصيت که څه هم په قوم هزاره و او مورنۍ ژبه يی دری وه، خو دده پښتو زده وه له پښتو علماوو او پوهانو سره محشور و، تردې چی د «کاتب» استاد دخپل وخت يو ستر پښتون عالم «مولوی محمد سرور خان اسحاق زی» و او دا په خپله ښيی چی «ملا فيض محمد کاتب» ديوه خاص قوم او يا يوی خاصی سيمی او منطقی په تنګه کړۍ کې نه و را ايسار.
د «کاتب» ټول اثار او تاليفات قيمتی او ارزښتمن دي، خو دده «سراج التواريخ» زيات شهرت لری. که څه هم کاتب يو درباري مؤرخ و، خو دده په شان درباری مؤرخان به لږ پيدا شی چی دخپل وخت واقعيتونه يی هم په يوه خاص مهارت بيان کړي وي.
«فيض محمد کاتب» نه يوازی يو ستر علمی، بلکه يو لوی سياسي شخصيت هم ګنل کيږی او دلومړنيو مشروطه خواهانو په ډله کی راځی.
مونږ «دفرهنګ او هنر انجمن» ته مبارکی وايو چی د هيواد ديوه دغسی نامتو علمی شخصيت لمانځنې داغونډه يی را بللې او همدغه شان ددې غونډې د ټولو ګډون کونکو له پاره د پوره بري هيله کوو.
کاتب مورخ بزرگ و نامداریست که آثار و نوشتار او مرز پارسی را درنوردیده و کتابهای او جایگاه والا و پر احترامی در محافل علمی تمدن های مختلف بازنموده است. کاتب ابرمرد معظم و خداوندگار کتابهای نفیس و نثر فاخریست که پس از بیهقی هیچ مادری در این "گنبد دوار" فرزند نویسای چو او بر زمین ننهاده است. وشگفت آنکه آنهمه فصاحت و صراحت در باب ستم و طغیان ستمگران خونریز عصر او در سایه شمشیرهای خون آلود به نگارش آمده و قلمبند گردیده است. کاتب حق بزرگی بر اسلاف سوختگانِ که سرهایشان کله منار شد و کاتب به روایت و کتابت آن "روزگار دوزخی" پرداخت، دارد. گشایش این سایت سپاسگزاری کوچک و ناقابلیست در پیشگاه بزرگمردی که او را "بیهقی روزگارش خوانده اند."